ایکناخبري آژانس راپو راکړ،دغه غونډه د اسلامی مذهبونو دنزدیکت او د اسلامی انقلاب په دوهم ګام کې د اسلامی ماډرن تمدن جوړونې په عنوان سره، دسلواغې د میاشتې له پنځه ویشتمې د ایران په ګرګان کې د آزاد اسلامی پوهنتون د ګرګان څانګې داجتماعاتو په ستر هال کې پيل شوی او نن تروروستیو پورې به دوام وکړي.
دغه دوه ورځنۍ کنفرانس داسلامی مذهبونو د نزدیکت د نړیوالې ټولنې دعمومي منشي او د روسیې،ایران،ترکمنستان،ازبکستان،قرقیزستان او قزاقستان د اهل تشیع او اهل تسنن دعالمانواو متفکرانو په شتون سره ترسره کیږی او موخه ئې د مذهبونو ترمینځ دنزدیکت د ادبیاتو د منظمولو په موخې سره داسلامی انقلاب د رهبرانو د فرمانونو په وړاندې کولو سره ترسره کیږي.
د اسلامی مذهبونو د نزدیکت د نړیوالې ټولنې عمومی منشي حجةالاسلام حمید شهریاري پرون ناوخت ددغه د ملی سمینار په پرانیستونکو دستورو کې ددې خبرې په کولو سره چې د اسلام اصل او اساس سم دی او په جنګ او تاؤتریخوالو پسې نه دی، ووئیل، نړیوال استکبار د اسلامی هیوادونو ترمینځ په جنګ پسې دی.
شهریاري په دې خبرې په ټينګار سره چې وحدت د شیعیّت فکري نظام او اصول دي او له هیڅ یوه هیواد سره جنګ ته ګروهنه نه لري،روښانه کړه، نړیوال استکبار پر هیوادونو د سلطې لپاره دجنګ ،ترور، تکفیر، شخړې،لانجې او سپکاوي پنځه مرحلې تعقیبوي ، چې باید په هوښیارتیا اوځيرتیا سره ئې په اسلامی ټولنو کې د دوي دسپیر خوب دپوره کیدا مخه ونیول شي.
د اسلامی مذهبونو دنزدیکت دنړیوالې ټولنې عمومی منشي همداراز د اسلامی هیوادونو ترمینځ همپالنه او له یوه بل سره مرستې د اسلامی نزدیکت او اسلامی امت د وحدت یوه بله لاره چاره وبلله .